د جاپان د پارلمان استازو جرګې د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې د ۲۰۲۳م مالي کال بودجه(۶،۸ ټريليون ين) تصويب کړې ده.
په یادې بودجې کې په ۲۰۲۳م مالي کال کې د جاپان ټول لګښتونه ۱۱۴،۳۸ ټریلیون ین ښودل شوي، چې په دې جملې کې یې دفاعي بودیجه ۶،۸۲ ټریلیون ین ده او رېکارډ يې جوړ کړی دی.
د جاپان د اساسي قانون ډیموکراتیک ګوند، د جاپان د بیارغونې ټولنې او د جاپان کمونېست ګوند د یادې بودیجې له تصویب سره مخالفت کړی او د يادو ګوندونو لوړپوړو غړو او جاپانيانو په همدې ورځ د استازو جرګې مخې ته احتجاجي لاریون کړی دی.