چين: پر سوريې دې يواړخيز بنديزونه پای ته ورسېږي
CMG2023/03/01 09:47:12
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چيني پلاوي لنډ مهاله شارژدافير دای بينګ د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په امنيت شورا کې د سوريې د سياسي او بشري چارو يوې غونډې ته وينا کړې او پر لوېديځو هېوادونو يې غږ کړی، چې په سوريې کې دې بشري ناورينونه نه راپورته کوي او سمدستي دې پر دغه هېواد ټول لګېدلي غير قانوني يواړخيز بنديزونه لېرې کړي.

دای بينګ ويلي، چې پر سوریې د لوېديځو هيوادونو اوږمهالو غير قانوني يواړخيزو بنديزونو د دغه هېواد اقتصاد مخ په ځوړ کړی او خلک يې کړاوونه او سختۍ تجربه کوي.

نوموړي ويلي، چې د سوریې زلزله ځپلي وګړي په سړه هوا کې بې کوره شوي او په دغه هېواد کې د زلزلې له امله د کولرا ناروغۍ د خپرېدو وېره خپره شوې ده او د لوېديځو هېوادونو روان بنديزونه به دغه هېواد کې بشري ناورين راپورته کړي.

دای بينګ هيله ښودلې، چې نړيواله ټولنه لاس په کار شي او په سوريې کې اړوندې تګلارې ژر پلې کړي، څو هلته له زلزله ځپلو سره مرستندويه چارې اسانې پرمخ ولاړې او لنډمهال تدبيرونه او تګلارې کمې شي.