پوتين د ستراتيژيکو وسلو د کمښت نوی تړون رسماً وځنډاوه
CMG2023/03/01 10:42:26
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې د ستراتيژيکو وسلو د کمښت د نوي تړون تطبيق د ځنډولو قانون لاسليک کړی دی.

د مالوماتو له مخې، د روسې دغه قانون له همدې نېټې نافذ شوی او د سترتيژيکو وسلو د کمښت د نوي تړون تطبيق یې ځنډولی دی او بيا پېل يې د ولسمشر پرېکړې ته اړتيا لري.

روسیې او امريکې د ستراتيژيکو وسلو د کمښت تړون لاسليک کړی و او د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه يې د عمل جامه ور اچولې وه، خو اوس روسيې د ځينو لاملونو له امله ځنډولی دی.