د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ډيموکراتيکه مشورتي غونډه تر سره کړې او د لاندينيو موضوعاتو په اړه يې د هېواد د مختلفو ګوندونو مرکزي کمېسيونونو، د سوداګرۍ او صنعت ملي ټولنې او غير ګوندي شخصيتونو وړانديزونه اورېدلي دي.
۱ـ د چين ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو پلان
۲ـ د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې ته د دولتي ارګانونو د نوماندو مشرانو لېست
۳ـ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې لومړۍ غونډې ته د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د نوماندو مشرانو لېست
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ د يادې غونډې مشري کړې او مهمه وينا يې کړې ده.