شي جين پينګ د قبرس نوي ولسمشر کريستو دوليديس ته د مبارکۍ پيغام لېږلی
CMG2023/03/01 15:01:55
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پيڼګ د مارچ په لومړۍ نېټې د قبرس د ولسمشر په توګه د نيکوس کريستو دوليديس د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی..

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، اوسمهال د چين او قبرس ترمنځ ستراتېژيکې همکاریزې اړیکې په لوړې سويې پرمختګ کوي او دوستي او خپلمنځي متقابل باور يې پرله پسې په زياتېدو او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ په ژورېدو دي..

نوموړي ويلي، چې هغه له قبرس سره د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هوډ يې ښودلی، چې له ولسمشر کريستو دوليديس سره د دغو اړيکو د زياتو پرمختګونو او د خلکو د ښېرازۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.