شي جين پينګ د بلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره خبرې وکړې
CMG2023/03/01 21:27:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په لومړۍ نېټې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د بلاروس له ولسمشر لوکاشنکو سره خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين او بلاروس دوستي ډېره ټینګه بللې او هيله يې ښودلې چې دواړه هېوادونه خپلمنځي سياسي باور په پرله پسې توګه پیاوړی کړي او تل يو د بل صادق ملګري او همکار پاتې شي، د خپل پرمختګ لارې د انتخابولو او د خپلو اصلي ګټو د ساتلو په برخو کې يو د بل ملاتړ وکړي، په خپلو کورنيو چارو کې له بهرنيو مداخلو سره مخالفت وکړي او خپل ملي حاکميت او سياسي خوندېتوب وساتي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې هېواد به يې له بلاروس سره په ملګرو ملتونو او نورو څو اړخيزو ډګرونو کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، له نړيوالو ننګونو سره به په ګډه مقابله وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

لوکاشنکو وويل، بلاروسيان به تل د چينايانو ترڅنګ ټينګ ولاړ وي او په فعاله توګه به د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ او د نړيوال امنيت وړانديز په پلي کولو کې ګډون وکړي او غواړي چې د لویو نړيوالو او سيمه يیزو موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي تقويه کړي او نړيوال او سيمه يیز امنيت او ټېکاو په ګډه وساتي.

د دواړو مشرانو دغه راز د اوکراین د بحران په اړه هم خبرې او د نظر تبادله وکړه. شي جين پینګ وويل، دغه بحران باید له سياسي لارو حل، د سړې جګړې مفکوره باید پرېښودل شي او د بېلابېلو هېوادونو معقولو غوښتنو ته دې درناوی وشي، ترڅو د اروپا لپاره برابر، اغېزمن او دواملرونکی امنيتي چوکاټ جوړ شي. دغه راز اړوند هېوادونه باید نړیوال اقتصاد سياسي نه کړي او د جګړې د ختمولو او د بحران د سوله ييز حل لپاره دې رښتينې هڅې وکړي.

دواړو مشرانو له خبرو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو فصلونو د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ په اړه يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.