لي که چيانګ د پيسو نړیوال صندوق له رئيسې کريستالينا سره ټيلفوني خبرې وکړې
CMG2023/03/02 14:02:46
شريکول:

د چين لومړي وزير لي که چيانګ د مارچ د لومړۍ نېټې په سهار د پيسو نړيوال صندوق رئيسې کريستالينا ګيورګيوا سره ټيلفوني خبرې کړې دي.

لي که چيانګ له نوموړې سره په خبرو کې د چين او د پيسو نړيوال صندوق تر منځ دايمي همکارۍ، نه يوازې د دواړو خواوو د خپلمنځي پرمختګ لپاره ګټورې بللي، بلکې د هغو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره يې هم مساعدې بللي، چې نړيواله ټولنه ورسره مخامخ ده.

لي که چيانګ ويلي، چين د نړۍ لوی پرمختايايي هيواد دی او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا لپاره خوځنده ځواک جوړوي او د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د واټن د لېرې کولو په برخه کې مثبتې چارې ترسره کوي.

ټول پور ورکوونکي هېوادونه بايد د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو پر مخ د پورونو ستونزې په حل کې ګډون وکړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد یې په څواړخيز چوکاټ کې د اړوندو هيوادنو د پورونو د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبوي او پر بيلا بيلو خواوو يې غږ کړی، چې ګډې چارې ترسره کړي او يو ځای مساوي دندې پر غاړه واخلي او په وينا يې، ټول په همدغو لارو کولی شي، چې د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو سره مرستې وکړي، څو دغه هېوادونه وکولی شي، خپلې اقتصادي ستونزې لرې کړي او د دوامدار پرمختګ لاره ومومي.

کريستالينا ګيورګيوا د پرمختيايي هېوادونو د پورونو د کړکېچونو په هواري کې د چين مثبت او رغنده چلند او اړوندې هڅې ستايلي او ويلي يې دي، چې نړيوال بانک به په دې برخه کې له چين سره همغږي او همکارۍ پياوړې وکړي.