انټونيو ګوټريش: ملګري ملتونه له عراق څخه ټينګ ملاتړ کوي
CMG2023/03/02 10:54:46
شريکول:

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د مارچ په لومړۍ نېټې د عراق په پلازمېنې بغداد کې د دغه هېواد له ولسمشر عبد اللطيف رشيد سره ليدلي دي او د عراق د حکومت له لوري د هېواد د امنيت او ثبات له ساتلو او دوامدار پرمختګ څخه يې ټينګ ملاتړ کړی او په يادو برخو کې يې د بغداد کوښښونه ستایلي دي.

د عراق ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عبد اللطيف رشيد د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېش سره د عراق د امنيت او ثبات، کډوالو او د اوبو د سرچېنو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر عبد اللطيف رشيد هيله ښودلې، چې ملګري ملتونه له عراق سره د کډوالو د ستونزو په حل او د اوبو د سرچېنو په موندلو کې مرسته وکړي.

اعلاميه وايي، ګوټرېش د عراق ولسمشر عبد اللطيف رشيد ته ډاډ ورکړی، چې ملګري ملتونه به له عراقي کډوالو سره مرسته وکړي او د امنيت او ثبات د ساتلو په برخه کې د عراق د حکومت له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي.