ملګرو ملتونو د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې د بشري حقونو شورا د پرمختيايي حقونو د اعلاميې د تصویبېدو د ۳۵مې کالیزې په مناسبت دوه ورځنۍ لوړپوړې غونډه ترسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دایمي مرستیالې امینه محمد یادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د پرمختګ حقونو په اعلامیه کې پر دې ټينګار شوی، چې انسانان د پرمختګ او ودې په پرمخبېولو کې مرکزي رول لوبوي او د ګډو کوښښونو په مټ د دوامدار پرمختګ موخه عملي کېدای شي.
(هیله)