چين د اوکراين مسئلې په اړه خپل دريځ بيا څرګند کړ
CMG2023/03/02 09:50:22
شريکول:

چين په دې وروستيو کې د اوکراين مسئلې د سياسي حل سند خپور کړی او خپل دريځ يې پکې په ډاګه کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په لومړۍ نېټې په يوې خبري ناستې کې د اوکراين مسئلې په اړه د بېجينګ دريځ بیا تکرار کړی دی.

د ماو نينګ په وينا، چين د اوکراين مسئلې حل تل په خبرو پسې تړلی بللی او پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې خبرو ته کېني او په سیاسي لارو چارو دې شته ستونزې حل کړي.

نوموړې هيله ښودلې، چې نړيواله ټولنه د اوکراين د اوسنيو حالاتو د ارامولو او سړېدو لپاره لاس په کار شي او د کړکېچ د سياسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.