ایران د جرمني دوه ډيپلوماتان وشړل
CMG2023/03/02 10:29:41
شريکول:

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د مارچ په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د ايران حکومت د جرمني دوه ډيپلوماتان له دغه هېواده شړلي دي.

اعلاميه وايي، د جرمني حکومت د ايران په کورنيو او عدلي چارو کې لاسوهنه او نامسئولانه چارې ترسره کولې او همدا کړنې يې له دغه هېواده د شړل کېدو لامل بلل شوی دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت د تېرې فبرورۍ په ۲۲مې نېټې له دغه هېواده د دوو ایراني ډيپلوماتانو د شړلو اعلان کړی و او ويلي يې وو، چې په همدې چارې يې د ايران د حکومت لخوا د ايران او جرمني دوه تابعيت لرونکي کس اعدام ته ځواب ويلی دی.

(هیله)