د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په لومړۍ نېټې په يونان کې د اورګاډو د ټکر پېښې له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په پار د دغه هېواد ولسمشر ساکرا روپولو ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې د چين د حکومت او ملت په استازيتوب پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د وژل شويو کسانو کورنيو ته يې د ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.
د يونان لومړي وزیر ميزوتاکېس د مارچ د لومړۍ نېټې په ماښام خبري رسنيو ته ويلي، چې حکومت يې په مرکزي سيمې کې د اورګاډو د ټکر پېښې په اړه څېړنې کړي او مالومات ښيي، چې ياده پېښه د چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
په يونان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۳۶ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ټپيان شوي دي. (ژباړه: شکريه)