شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي ښوونځي د جوړېدو د ۹۰مې کليزې لمانځغونډې کې وينا وکړه
CMG2023/03/02 10:57:59
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي ښوونځي د جوړېدو د ۹۰مې کليزې لمانځغونډه او د دغه ښوونځي د ۲۰۲۳م کال د پسرلني سمېسټر د پېل مراسم د مارچ په لومړۍ نېټې تر سره شول.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ په يادو مراسمو کې ګډون کړی و او مهمه وينا يې کړې ده.

نوموړي په خپلې وينا کې د ګوندي ښوونځي ښېرازې هیلې د استعدادونو روزنه او ګوند ته وړاندیزونه بللې دي او په خبره يې، ګوندي مکتبونه بايد د يادو هيلو د پوره کولو لپاره کار وکړي، په ټينګ هوډ مخ پر وړاندې ولاړ شي او د يو عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو او د چيني ملت د ارمانونو د پوره کولو لپاره خدمتونه وکړي. (ژباړه: شکريه)