په امريکا کې ناوړه سياسي چاپېريال هوا ته د زهرجن کېمياوي توکي د خپرېدو پېښې په پرتله د اندېښنې وړ دی
CMG2023/03/02 14:44:26
شريکول:

 نږدې يوه مياشت مخکې د امريکا په اوهايو ايالت کې له پټلۍ څخه د زهرجن کېمياوي توکي وړونکي اورګاډي د اوښتو پېښه شوې ده، چې له امله يې زهرجن کيمياوي توکي هوا ته خپاره شوي. د دغه ايالت د ختيځ فلسطين ښار اوسېدونکې مانډي د دې پېښې په اړه خبريال ته ويلي، چې (( ډېره اندېښمنه يم او د چارواکو د هغې خبرې په اړه باور نه لرم، چې وايي هوا هېڅ ستونزه نه لري. )) نوموړې د امريکايي چارواکو پر خبرو بې باوري ښودلې، ځکه د نوموړې او زوی پر بدنونو یې د ناروغۍ نښې او ستونزې رامنځته شوې دي.

د امريکا د چاپېريال ساتنې ادارې مشر مايکل ريګان د فبرورۍ په پای کې بېرته د يادې پېښې ځای ته ولاړ او ځايي اوسېدونکو ته يې وويل، چې اوبه او هوا خوندي دي. د نوموړي له يادې څرګندونې څخه يوه ورځ مخکې، د دغې ادارې د دوهمې ناحيې پخواني مسوول جوډيس اېنک خبري رسنۍ ته وويل، چې ځايي وګړي د مشخص لامل له امله ناروغ شوي او دا ښيي، چې هوا او اوبه ستونزې لري.

د نوموړو دوو چارواکو متضادې څرګندونې د ناورينونو ضد ژغورونکو چارو او پلټنو کې د امريکا د حکومتي ادارو بې اعتباري په ډاګه کوي. د بېلګې په توګه، د امريکا ځايي ادارې د اورګاډي اوښتو پېښې له رامنځته کېدو وروسته د زهرجن کيمياوي توکي کلورويسيلين (chloroethylene) د خپرېدو پېښې د حل د معياري پروسس پرته سرسري پرېکړه وکړه، چې د ټرافيک جريان د ژر اعاده کېدو لپاره په پرانيستې فضا کې دغه کيمياوي توکي سوځوي. له يادې پېښې څخه يوه اونۍ وروسته د زهرجنې هوا د خپرېدو عکس په ټولنيزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو، امريکايي چارواکو مجبوراً د دې خبرې پخلی وکړ، چې ناوړه پرېکړه يې کړې او اړونده پلټنه به يې تر سره کړي. لکه څنګه چې جوډيس اېنک ويلي، چې حکومتي ادارې په مناسبو اقداماتو پوهېږي، خو خپل مسئوليت يې نه دی پلی کړی.

د وخت له تېرېدو سره د زهرجن کيمياوي توکي د خپرېدو پېښې سختې اغېزې ګام په ګام ښکاره شوې دي. ډېری اوسېدونکي تشخيص شوي، چې پر برونشيت یا د سږو په ناروغۍ او یا هم نورو ناروغيو اخته شوي دي. د اوهايو ايالت د طبيعي سرچينو وازرت د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د حساب پايله خپره کړې، چې له مخې یې د يادې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې د پېښې ځای په شاوخواو ککړو شويو اوبو کې د مړو شويو حيواناتو شمېر ۴۴ زرو ته نژدې شوی دی. سربېره پر دې، د دې پېښې منفي اغېزې نورو ايالتونو ته د خپرېدو په حال کې دي.

پر چاپېريال د دغه سختې پېښې پر وړاندې د امريکايي سياستوالو سمدستي غبرګون نورو خواو ته د خپل مسئوليت اړول او ځان غړول دي. د زهرجن اورګاډي پېښه د امريکا د دوو ګوندونو ترمنځ د لانجې نوې مسئله ګرځېدلې ده.

د امريکا جمهوريپال ګوند پر اوسني حکومت نيوکه کړې، چې دغه پېښه يې په پام کې نه ده نيولې او ولسمشر جو بايډن د اوهايو ايالت له اوسېدونکو څخه د ليدنې په پرتله له کي‌اف څخه ليدنې ته ترجيح ورکړې او له يوې خوا يې د ختيځ فلسطين ښار له اوسېدونکو سره پر وخت مرسته نه ده کړې او له بلې خوا يې له اوکراين سره ډېرې مرستې کړې دي. د امريکا ډيموکراټيک ګوند د تېرې دورې پر حکومت نيوکه کړې، چې د اوسپنيزو لارو شرکت تر اغېزې لاندې د اورګاډيو له لارې د خطرناکو توکو پر ټرانسپورټ محدوديت او کنټرول نه دی پلی کړی.

د امريکا دواړه ګوندونه د خلکو روغتيا ته بې تفاوته دي او متقابلې خوا ته د خپل مسئوليت په اچولو بوخت دي. امريکا په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن هېواد بلل کېږي، خو د امريکايانو اوسنی وضعيت د نړيوالو لپاره د همدردۍ وړ دی. په تېر بيا کله چې د پېښې ځپلې سيمې وګړو له بهرنيو خبري رسنيو څخه پاملرنه غوښتې، امريکايي سياستوالو او د دوی په قول (( بشري حقونو)) ته شرم دی.

لا ژورې کچې ته په کتو، په امريکا کې هر کال د اورګاډيو اوښتو پېښو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېدلی او له دغه لوړ شمېر څخه ښکاري، چې د دغه هېواد د پرمختګ په موډل او سياسي چاپېريال کې سختې ستونزې رامنځته شوې دي.