اروپايي ټولنې له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې په مبایلونو کې TikTok انسټال نه کړي
CMG2023/03/02 10:56:59
شريکول:

راپورونه وايي، چې اروپایي ټولنې او اروپایي پارلمان له خپلو کارکوونکو غوښتي، چې خپلو مبايلونو او کې ټيکټاک (TikTok) انسټال او ونه کاروي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په لومړۍ نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې اروپايي ټولنه په نړۍ کې د بیان ازادۍ ادعا لري، خو په دې وروستيو کې يې خپله پرله پسې د محدوديت تدبيرونه نيولي او د نورو هېوادونو شرکتونه يې په ناسمو لارو تر فشار لاندې راوستلي دي.

نوموړې ويلي، چې د اروپايي ټولنې دغه کړنه به پر بیان ازادۍ او سوداګريز چاپېريال د نړیوالې ټولنې باور کمزوری کړي.

ماو نينګ له اروپايي ټولنې غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، د بیان ازادي دې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي، د بازاري اقتصاد او د عادلانه سيالۍ اصولو ته دې درناوی وکړي، د ملي امنيت د ساتلو پلمه دې نه اختياروي او د ټولو هېوادونو شرکتونو ته دې ازاد، عادلانه، شفاف او بې توپيره سوداګريز چاپيريال برابر کړي.

(ژباړه: شکريه)