د فنلنډ پارلمان په ناټو کې د شامېلېدو مسوده تصويب کړه
CMG2023/03/02 14:04:40
شريکول:

د فنلنډ پارلمان د مارچ په لومړۍ نېټې د رایو په غوڅ اکثريت په ناټو کې د دغه هېواد د شامېلېدو مسوده تصويب کړې ده.

د فنلنډ پارلمان ۲۰۰ غړي لري او په همدې ورځ ۱۸۴ غړو يې يادې مسودې ته مثبتې رايې او ۷ غړو بیا مخالفې رايې ورکړې دي.

 د فنلنډ د کين اړخي اتحاد غړي ماکوس مستایروي يادې مسودې ته مخالفه رايه ورکړي او په وينا يې، فنلنډ په ناټو کې د شامېلېدو لپاره هېڅ مخکښ شرط نه دی ايښودلی.

د ناټو مقررات وايي، يو هېواد هغه وخت په دغه سازمان کې شاملېدلی شي، چې د ناټو ۳۰ غړي ټول ورسره همغږي او موافقه ولري، خو تر اوسه د ناټو دوو غړو ترکیې او هنګري په دغه سازمان کې د فنلینډ او سویډن له شاملېدو سره موافقه نه ده کړې.