د سوريې په ختيځ کې د ماين چاودنې له امله ۴۵ تنو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/03/03 10:11:43
شريکول:

د سوريې اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ديرالزور ولايت کې د مارچ په ۲مې نېټې د ملکي وګړو پر يوه موټر ماين چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چې ياد ماين د داعش وسله والو له لوري اېښودل شوی و، چې د ملکي وګړو موټر پرې ور برابر شوی دی.

د دير الزور ولايت د اسد روغتون مشر خبري رسنيو ته ويلي، چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۵ جسدونه او ۴۵ ټپيان ور وړل شوي او د ځينو ټپيانو حالت يې نازک ښودلی دی.