د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مارچ په دوهمې نېټې د جي ۲۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
ياده غونډه د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې ترسره شوه.
چين ګانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، جي ۲۰ هېوادونه دې د نړۍ پر مخ د اوسنيو کړکېچنو حالاتو او ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او هر هېواد دې خپل مسوولیت پر غاړه واخلي، له نورو خواوو سره دې همکارۍ وکړي او د نړيوال پرمختګ او سمسورتيا په هڅولو کې دې خپله ونډه واخلي.
نوموړي ويلي، چې جي شل دې ریښتینی څو اړخیزم تمرین کړي، د مساوي خبرو اترو او اجماع پر بنسټ د همکارۍ اصولو ته دې غاړه کیږدي، له زور سیاست او ډله ييز تقابل څخه دې ډډه وکړي، سالم پرمختګ ته دې وده ورکړي، د یو اړخیزم، محافظت پالنې او د اړيکو پرېکون پر ځای دې نړیوالتوب ته ځای او سالم پرمختګ ورکړي او د ټولې نړۍ لا ټولشموله، د انعطاف منونکې او قوي پراختيا دې پرمخ بوزي.
چين ګانګ يادې غونډې ته درې وړانديزونه کړي دي:
۱ـ جي ۲۰ هېوادونه دې عمومي اقتصادي تګلارو کې همغږي وساتي او د خوړو او انرژۍ امنیت ته دې پاملرنه وکړي.
۲ـ جي شل هېوادونه دې نړیوالې اقتصادي چارې ښې اداره کړي.
۳ـ جي شل دې نړيوالې پرمختيايې همکارۍ پياوړې کړي.
(ژباړه: شکريه)