واشنګټن ولې د اوکراین کړکېچ حلولو لپاره د چین پر لایحې تور لګولی؟
CMG2023/03/03 09:49:03
شريکول:

چین د اوکراین کړکېچ د لومړۍ کلیزې په درشل کې «د اوکراین ناورین د سیاسي حل په اړه د چین دریځ» په نوم سند خپور کړ او د نړیوالې ټولنې له خوا يې پراخ ملاتړ وشو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند دیاریک دغه سند یو مهم خدمت بللی دی.

روسیې او اوکراین هم د دې لایحې ډېره ستاینه کړې. د اوکراین ولسمشر زلینسکي ويلي، چین په دې لایحې سره ثابته کړې چې د اوکراین کړکېچ کې فعال رول ولوبوي او اوکراین غواړي له چین سره خبرې اترې وکړي.

لنډه ده چې په دغه کړکېچ کې ښکېلو خواوو مثبت غبرګون ښودلی، خو د امریکې په شمول لوېديځ هېوادونه لا هم غواړي چې پر دغه بل شوي اور تېل وپاشي.

امریکې او اروپايي ټولنې پر روسیې د خپلو بندیزونو لسم پړاو اعلان کړی دی. د امریکې د مالیې وزیرې جینیټ ایلن کیف ته ناڅاپه سفر وکړ او له دغه هېواد سره يې 1 میلیارډ، 250 میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت اقتصادي مرستې اعلان کړې.

امریکا په عین وخت کې  د چین د سولې پر لایحې تورونه لګولي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چې د چین دغه لایحه د روسیې په ګټه ده. د سپینې ماڼۍ د دولتي امنیتي کمېټې ستراتيژيک همغږی کوونکي جان کربي د تېرې فبرورۍ په ۲۸مه نېټه هم د چین د یادې لایحې پرضد خبرې کړې دي.

واشنګټن ولې د چین پر سوله ییزې لایحې تورونه لګولي؟ شنونکې د دې کار څو لاملونه يادوي، لومړی، امریکې د اوکراین له ناورين څخه تل ناوړه ګټه پورته کړې او پر روسيې يې د تيري تورونه لګولي، خو پر واقعيتونو او حقیقتونو يې پرده غوړولې ده. د اوکراين د کړکېچ لومړی لوی لامل دا دی، چې د امريکې په مشرۍ ناټو خپله لمن د ختیځ پر لوري پراخه کوي او روسیې ته د سر درد جوړوي . چین د اوکراین کړکېچ د اصلي واقعیتونو په رڼا کې د سولې لایحه وړاندې کړې او دغه دریځ د امریکې له ادعا سره سمون نه لري، نو هرومرو به د دې لخوا ردېږي.

یو بل مهم لامل يې دا دی چې د اوکراین د ناورین تر ټولو زیاته ګټه امریکا ته رسېږي، لوېديځو هېوادونو د روسیې انرژۍ پر صادراتو بندیزونه لګولي، نو اروپايي هېوادونه اوس له امریکې څخه ډېرې انرژۍ واردوي. د امریکايي رسنیو د خبر له مخې، له امریکې څخه اروپا ته د صادر شویو توکو اندازه هره میاشت 38 سلنه زیاتېږي، په تېره جنورۍ کې هره ورځ 1.53 میلیونه اومه نفت اروپا ته لیږل شوي. په عین وخت کې د امریکې پوځي شرکتونو هم د اوکراین له کړکیچ څخه ډېرې زیاتې ګټې تر لاسه کړې دي. نو امریکه د خپلو شخصي ګټو په موخه اوکراین کې پر لګېدلي اور تېل پاشي.

خو د اوکراین ناورین ناوړې اغېزې مخ په زیاتېدو دي او د ډېرو هېوادونو خلک يې اندېښمن کړي دي. په جرمني، فرانسه، ایټالیا او بریتانیا کې په جلا جلا توګه پراخ لاریونونه وشول، خلکو يې له دې سره کلک مخالفت څرګند کړی چې د امریکې په مشرۍ ناټو اوکراین ته نظامي مرستې ورکړې دي. د فرانسې خلکو د خپل هېواد له حکومته غوښتي چې باید د سولې ساتنې لپاره له ناټو څخه ووځي.

نو هېڅ داسې منطقي دلیل نشته چې له مخې يې امریکا د اوکراین کړکېچ د حلولو لپاره د چین د سولې لایحې سره بې دلیله مخالفت وکړي.

امریکا نه غواړي، چې چین له اوکراین سره ژورې اړيکې وساتي او یا چین د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل لپاره مهم رول ولوبوي. واشنګټن غواړي خپل تسلط وساتي او د اوکراین په ناورین کې خپلې ګټې خوندي کړي. خو د سیمې سوله او ارامتیا ساتنه د نړیوالې ټولنې ګډه هیله ده. د چین لخوا وړاندې شوي سوله ییز وړاندیزونه د سولې او ارامۍ پالنه کوونکو هېوادونو ګډ غږ دی.

امریکې د ډېرو جګړو اورونه بل کړي او په دې سره يې خپلو ملګرو ته زیانونه رسولي او د دغه هېواد اعمال د نړیوالې ټولنې له تمایل او مقرراتو سره په ټکر کې دي، نو ځکه ویلي شوو چې حتما به ناکامېږي.