چین: امریکا باید خپلو کړنو ته بیاکتنه وکړي
CMG2023/03/03 11:09:55
شريکول:

د امریکې بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د مارچ په لومړۍ نېټې ويلي، که چین د اوکراين کړکېچ د هواري خپل سند له لومړي اصل سره سم د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وکړي، نو په تېر کال کې يې باید د اوکراين د ملي حاکميت له پوره اعاده کېدو ملاتړ کړی وای.

نوموړي پر چین تورونه لګولي، چې د تبليغاتو او ناسمو مالوماتو د خپرېدو له لارې يې روسیې سره کومک کړی او اوس پر دې غور کوي، چې روسیې ته نظامي مرستې برابرې کړي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مارچ په ۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د بلینکن تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې امريکايي چارواکي باید خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي او خپلې ناسمې خبرې باید پای ته ورسوي. 

مېرمن ماو نینګ ویلي، چین د اوکراین مسئلې په اړه عادلانه او څرګند دريځ لري او د ښکيلو خواوو ترمنځ خبرې اترې هڅوي، د کړکېچ د سیاسي حل لپاره کوښښونه کوي او تل د سولې تر څنګ ولاړ دی.

د ماو نينګ په وينا، امریکا د اوکراین جنګي ميدان ته پر له پسې وژونکې وسلې برابروي او جعلي مالومات خپروي او چين يې پر وړاندې کلک مخالفت کوي.

 (هیله)