جي شل د نړيوالو همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی
CMG2023/03/03 15:23:27
شريکول:

د جي شل یا د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د مارچ په ۲مې نېټې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې پای ته ورسېده.

يادو هېوادونو په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې جي شل هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ او څواړخيزم پياوړی کړي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې دې ګډه مقابله وکړي.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې اوسنۍ نړۍ له څو اړخيزو ننګونو سره مخامخ ده، چې له امله یې د ملګرو ملتونو دوام لرونکې پرمختيايي موخې ته د رسېدو چارې ورو روانې دي او اقلیمي بدلون، ککړتیا، اقتصادي سستوالی او د پورونو بحرانونه راپورته شوي دي.

اعلاميې کې دا هم ویل شوي، چې د نړۍ پر وړاندې شته ننګونو له کرونا وبا وروسته پر اقتصادي پرمختګ بد سیوری غوړولی، بېوزلي او نابرابري زیاته شوې، د غلو دانو او انرژۍ امنیت خوندي نه دی، د نړیوالو اکمالاتو پر وړاندې خنډونه راپورته شوي او جيو پوليټيک سیاست، تاوتریخوالی او شخړې ډېرې شوې دي.

هند په ۲۰۲۳م کال کې د شلو هېوادونو ډلې نوبتي رئيسه هېواد دی.

 د هند لومړي وزير نارندرا مودي د روانې مياشتې په ۲مې نېټې يادې غونډې ته په يوې ويډيويي وينا کې ويلي، چې نړۍ خپلې هيلې شلو هېوادونو ته مخکې کړي، چې د ودې، پراختیا، اقتصادي توان، مالي ثبات او د غلو دانو او انرژۍ امنیت پر وړاندې شته ننګونو سره ګډ مقاومت وکړي او اوسنی جيو پوليټکيکل تاوتریخوالی کم کړي.