ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۱.۴۶ ميليارډه ماشومان ټولنيز خونديتوب نه لري
CMG2023/03/03 11:26:54
شريکول:

د يونيسف او د کارګرو نړيوال سازمان د مارچ په لومړۍ نېټې تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر، چې عمرونه يې تر ۱۵ کلنۍ کم دي او پوره ټولنيز خونديتوب نه لري، ۵۰ ميليونه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱ ميليارډ او ۴۶۰ ميليونو ته رسېدلی دی.

په دغه راپور کې راغلي، که نړيواله ټولنه د ماشومانو د ټولنيز خونديتوب لپاره لاس په کار نشي، نو ښايي ډېری ماشومان په بېوزلۍ کې ژوند وکړي، له زده کړو بې برخې او په خواځواکۍ اخته شي او دغه راز په کوچنيوالي کې د ودونو او د کارګرو ماشومانو شمېر هم ښايي زيات شي.