د ارزيابۍ نړيوال ارګان موډيز (Moody's) د نړيوال اقتصادي پرمختګ وړاندوينه کړې او په سږني او راتلونکي کال کې يې د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه له ۴ سلنې څخه ۵ سلنې ته پورته کړې ده.
موډيز په راپور کې ويلي، چې د چين حکومت د کرونا وبا ضد تګلارو په تعديل سره د خپلو اقتصادي چارو فعاليت اعاده کړی او بېلا بېلې اړتياوې او په تېره بيا د خدمتي چارو ضرورتونه يې په لوړېدو دي.
راپور وايي، چې د روان کال په پسرلي کې ښايي د دغه هېواد مصرفي لګښت کې بېرته زياتوالی راشي او سيلانيزې چارې به يې تر ټولو زياتې ګټې ولري.
راپور زياتوي، چې په لنډه موده کې به د چين اقتصادي پرمختګ له اټکل نه قوي خوځښت وکړي.
په راپور کې د امريکا، اروپا او جاپان د اقتصادي پرمختګ وړاندوینې هم شوي او په روان او راتلونکي کال کې يې د امريکې اقتصادي پرمختګ ۰.۹ او ۱.۱ سلنه زيات ښودلی، د اروپا اقتصادي پرمختګ يې ۰.۵ او ۱.۲ سلنه زيات کړی او د جاپان اقتصادي پرمختګ يې ۱.۵ او ۱ سلنه زيات ښودلی دی.