د چين او اروپا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ به په چټکۍ بیا سمسورې شي
CMG2023/03/03 14:50:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چين او اروپايي ټولنه به په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

چين د کرونا وبا پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په هېواد کې يې اوس اقتصادي چارې غوړېدلې دي.

نوموړې ويلي، د چين او اروپا ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې په چټکۍ پرمختګ کوي او د هغې په ټکو، د دواړو خواوو خپلمنځي اړيکو د نړۍ سولې او ابادۍ ته زيات باور برابر کړی او د نړيوالو هيلې يې راټوکولې دي.

د المان کيل نړیوال اقتصاد انسټیټیوټ په دې وروستیو کې يو څیړنیز راپور خپور کړی، چې له مخې يې، که اروپایي ټولنه له چین سره د اړيکو او همکاريو ځنځير پرې کړي او د اکمالاتو نوی سیسټم جوړ کړي، نو په اوږد مهال کې به د المان ۱٪ اقتصادي تولید کم شي او په کال کې به څو ميليارډه يورو زيان ومومي.

ماو نينګ په همدې ورځ خبري ناستې ته ويلي، چې المان په اروپايي ټولنې کې د چين تر ټولو ستر اقتصادي او سوداګريز ملګری دی.

د المان حکومت رسمي شمېر ښيي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له چين سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه ۲۹۷،۹ ميليارډه يورو ته پورته شوې، چې دا د ۲۰۲۱ کال په پرتله شاو خوا ۲۱ سلنه زياتوالی ښيي.

ماو نينګ زياته کړې، چين په تېرو مسلسلو ۷ کالونو کې د المان تر ټولو مهم سوداګريز ملګری پاتې شوی دی.

د المان حکومتي چارواکو له چين سره د هر ډول اړيکو او همکاريز ځنځير له پرې کولو سره بیا بیا مخالفت څرګند کړی دی.