د امریکا د کانګرېس استازو جرګې څو ورځې مخکې يوه مصوبه تصویب کړې او ولسمشر جوبایډن ته يې د ټیک ټاک د منع کولو صلاحيت ورکړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مارچ په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې واشنګټن د خپل ملي امنيت مفهم ناسم تعبیروي او له خپل دولتي توان ناوړه ګټه پورته کوي او د نورو هېوادونو تصدۍ ځپي.
چین د امريکې له يادو کړنو سره کلک مخالفت ښودلی دی.
مېرمن ماو نینګ پر دې ټينګار کړی، چې امریکا باید د اقتصادي بازار او سالمې سیالۍ اصول جدي مراعات او درناوی يې وکړي او د نورو هيوادونو تصدۍ باید ونه ځپي او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره باید عادلانه زمینه ورته برابره کړي.
(هیله)