د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه
CMG2023/03/04 16:23:07
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه د مارچ د ۴مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې پرانيستل شوه. دغه غونډه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د نوې دورې ملي کمېټې د ماموريت په ۵ کلنې موده کې لومړۍ کلنۍ غونډه ده. د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو په دغه غونډه کې ګډون کړی.

د معلوماتو له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټه د ۳۴ برخو ۲۱۶۹ غړي لري، چې له دې جملې څخه ۶۰ اعشاريه ۸ سلنه غړي د چين د کمونېست ګوند غړي نه دي. ګډونوال غړي به په ۷ او نيمې ورځنۍ غونډه کې د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د نوې دورې ملي کمېټې مشران وټاکي او د چين د سياست، اقتصاد او ټولنيز ژوند په شمول، د بېلا بېلو برخو د مهمو پرېکړو په اړه به سلامشورې وکړي.