د چين د طبيعي منابعو وزارت د مارچ په ۳مه د ۲۰۲۲م کال د چين د ملي خاورو د تعدیل د پلټنې ابتدايي راپور خپور کړ، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې، د دغه هېواد د کرنيزو ځمکو مساحت ۱ میليون او ۲۷۶ زرو کیلومترو مربع ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۱م کال د پای په پرتله څه باندې ۸۶۶ کيلومتره مربع زیات شوی دی. همدارنګه په تېرو څو کلونو کې د کرنيزو ځمکو د عمومي اندازې د کمښت تمایل بدل شوی دی.