د چين د دوو ملي مجلسونو پر مهال به د تېرو دورو په شان له ګډونوالو سره د مرکو فعاليتونه تر سره شي، چې د چين د ملي ولسي کانګرس زيات استازي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي او د دغه هېواد د مختلفو وزارتونو مسوولين به د غونډې ځای ته د ورتګ په لار کې له خبريالانو سره مرکې وکړي او د خبريالانو پوښتنو او د خلکو د علاقې وړ مسئلو ته به ځوابونه ورکړي.
د معلوماتو له مخې، نژدې ۳ زرو چيني او بهرنيو خبريالانو د چين د دوو ملي مجلسونو په اړه د راپور ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.