د مارچ د ۴مې نېټې په ماسپښين د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې څو غړو د بېجينګ په لوی تالار کې له خبريالانو سره ګډه مرکه وکړه.
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې غړي او د جيلي په نوم د چين د موټر توليدوونکې تصدۍ مشر لي شو فو په دغه مرکه کې وويل، چې چين په نړۍ کې د نوې انرژۍ د موټرونو لومړی لوی تولیدوونکی هېواد او مصرفي هېواد دی او د صادراتي موټرونو اندازه يې په نړۍ کې ټر ټولو زياته ده. چين تېر کال د نوې انرژۍ ۶۷۹ زره موټرونه بهر ته صادر کړي، چې دغه اندازه د وړم کال په پرتله ۱۲۰ سلنه زياتوالی ښيي. په تېرو اتو کلونو کې د چين د نوې انرژۍ موټرونو د خرڅلاو اندازې د نړۍ لومړی مقام نيولی.