د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د لومړۍ غونډې خبري ناسته تر سره شوه
CMG2023/03/04 15:11:11
شريکول:

 

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې د لومړۍ غونډې خبري ناسته د مارچ د ۳مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د نوموړې غونډې مطبوعاتي وياند ګوه وې مين اعلان وکړ، چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کميټې لومړۍ غونډه به د مارچ د ۴مې نېټې د ماسپښين په ۳ بجو د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي او د همدې میاشتې د ۱۱مې نېټې له غرمې وروسته به پای ته ورسېږي.

وياند ګوه وې مينګ په دغه خبري ناسته کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره څه باندې يو ساعت خبرې وکړې او د دوی ۱۲ پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.