د چين د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت توان او برياليتوبونه د د ليدو وړ دي
CMG2023/03/04 14:33:43
شريکول:

د استراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ په يوه راپور کې راغلي، چې په ۴۴ کليدي او وروستيو تخنيکونو کې د چين ۳۷ تخنيکونه په نړۍ کې مخکښ ځای لري. 

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۳مه نېټه په يوه مطبوعاتي‌ غونډه کې  وویل، چې د دغه هېواد د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت توان او برياليتوبونه د نړۍ د ليدو وړ دي  او د چين د ساينس او تېکنالوژۍ د توان لوړوالي د نړۍ د پرمختګ لپاره خدمت کړی دی.

نوموړې  زیاته کړه، چې چين له بېلابېلو هېوادونو سره د ساينس او تېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې همکارۍ کړې او د پرمختګ ګټې يې شريکې کړي. د چين په اند، د ساينس او تېکنالوژۍ مسئلې ته سياسي او ايډيولوژي رنګ ورکول او د کوچنيو ډلو جوړونه د نړۍ ګټې  زیانمنوي.