د جي ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د هند په نوي ډيلي کې پای ته ورسېده. د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مارچ په ۳مه نېټه په يوه مطبوعاتيغونډه کې وویل، چې د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په ياده غونډه کې ګډون وکړ او لاندې دری مهم ټکي يې وړاندې کړل:
لومړی، جي ۲۰ هېوادونه دې د نړۍ پر مخ د اوسنيو کړکېچنو حالاتو او ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او هر هېواد دې خپل مسوولیت پر غاړه واخلي، له نورو خواوو سره دې همکارۍ وکړي او د نړيوال پرمختګ او سمسورتيا په هڅولو کې دې خپله ونډه واخلي.
دوهم، جي ۲۰ هېوادونه دې ریښتینی څو اړخېزم عملي کړي، د مساوي خبرو اترو او سلامشورو پر بنسټ د همکارۍ اصولو ته دې غاړه کیږدي، له زور سیاست او ډله ييزې مقابلې څخه دې ډډه وکړي.
درېيم، جي ۲۰ هېوادونه دې د نړیوال کېدو بهير سالم پرمختګ ته وده ورکړي، له یو اړخېزم، محافظت پالنې او د اړيکو پرېکون سره دې مخالفت وکړي او د ټولې نړۍ لا ټولشموله، انعطاف منونکې او قوي پراختيا دې پرمخ بوزي.