د بلاروس ولسمشر اليکسندر لوکاشينکو: بلاروس به تل د چين باوري ملګری وي
CMG2023/03/04 11:03:37
شريکول:

د بلاروس ولسمشر اليکسندر لوکاشينکو په دې وروستيو کې د دغه هېواد په پلازمينې مينسک کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړۍ مرکه وکړه. نوموړي په مرکه کې د چين مننه وکړه، چې له بلاروس سره يې د پرمختګ تجربې شريکې کړي او پر دې يې ټينګار وکړ، چې بلاروس به تل د چين باوري ملګری وي.

ولسمشر لوکاشينکو د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت په اړه د چين وړانديزونه حقيقي او عملي پېشنهادونه بللي او ويلي يې دي، یوازې کله چې نړۍ په سوله او سوله اییز پرمختګ کې وي، ټول بشریت بریالیتوب تر لاسه کولی شي. نوموړي زياته  کړه، چې دغه پېشنهادونه د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره مهم خدمت بلل کيږي او د اروپا، اوکراين، بلاروس او امريکا لپاره هم ګټور دي.

ولسمشر لوکاشينکو په دې اړه باور ښودلی، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد به د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې غړو هېوادونو ته ډېرې ګټې ورسوي او د دغه پېشنهاد او نوموړې ټولنې د نويو تګلارو ترمنځ پيوستون بايد پياوړی شي.

ولسمشر لوکاشينکو په ټينګار ويلي، چې بلاروس په تېرو  لسیزو کې د چين باوري ملګری  ؤ او په راتلونکي کې به هم وي.