د متحدو ايالتونو سياسي لوبه
CMG2023/03/04 15:12:14
شريکول:

د متحدو ايالتونو د نيويارک د منهاټن سیمې يوه قاضي د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نيم ميليارډ ډالر به د سپټمبر د يوولسمې پېښې قربانيانو ته نه ورکول کېږي. څرنګه چې متحدو ايالتونو طالبان په رسميت نه دي پېژندلي او د سپټمبر د يوولسمې په قضيه کې بايد طالبان مسوول وګڼل شي، نه د افغانستان پرځېدلی جمهوري نظام يا د دې هېواد وګړي. د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن د تېر کال په فبرورۍ کې اعلان  وکړ، چې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو فرمان یې لاسليک کړی. تر اوسه يو کال تېر شوی،  خو متحدو ايالتونو د دغې شتمنۍ د وېشلو قانونيت او د تطبيق امکانات نه  دي پیدا کړي. يوازې دا  څرګنده ده، چې متحدو ايالتونو د واکونو د پېژندلو لوبه لوبولې او لوبوي يې او د افغانستان خلکو لا تر اوسه پورې خپلې شتمنۍ نه دې تر لاسه کړې.

برسېره پر دې، متحدو ايالتونو  نور ۳.۵ ميليارډ ډالره د افغان ملت پانګه د سويس يو بانک ته د افغانستان صندوق تر نامه لاندې ورکړې. خو متحدو ايالتونو بيا دا نظر خپور کړی، چې له دې نه پرته چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو د حکومت په سياسي کنټرول کې نه وي، نو هېڅ پيسې به ورته برابرې نه کړي. په نتيجه کې متحدو ايالتونو د افغانستان د شتمنۍ په اړه ډېرې ستونزې رامنځته کړي او هر شی، چې د دوی له اصولو سره سمون ونه لري، نو افغانانو ته به یې ورنه کړي.

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په دغه هېواد کې د پيسو د تګ راتګ بحران  رامنځته کړی او خلک د پيسو په برخه کې د اړينو معاملو په ترڅ کې ډېرې ستونزې لري. د دغه بحران له امله سخت انفلاسيون رامنځته شوی او د خلکو بېوزلي یې زیاته کړې. په وروستيو ورځو کې د چين میډيا ګروپ خبريال د افغانستان له خلکو سره د مرکو په ترڅ کې له متحدو ايالتونو نه د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنې ډېرې اوريدلي. د افغانستان خلکو د مرکو په ترڅ کې وويل، د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت خو هر چاته معلوم دی چې په څه حال کې دی، غوښتنې مو له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه دا دي، چې دوی باید د افغانانو روان حالت درک کړي او دا کنګل شوې ملي شتمني ازاده کړي، ترڅو یې ګټه په مستقیم ډول دولت ته ورکړل شي او له دې حالت څخه پرې را ووځو. د افغانستان اقتصاد پوه د مرکې په وخت کې څرګنده کړه، که چېرته دغه بندیزونه لرې کیږي، دغه زموږ اسعاري زیرمې د حمایې په شکل باندې په قانوني او بین المللي معیارونو باندې پرېښودل کیږي، له شک پرته، چې دا به د افغانۍ د ثبات  او د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو لپاره به کار ورکړي او د دې ترڅنګ به افغانان نور د نړۍ له دروېزو، سوالونو او خیراتونو نه خلاص شي، دوی به په خپلو پښو ودرېږي او هر څه به په خپل  تجارت او سوداګرۍ او خپلې اقتصادي پراختیا باندې ترلاسه کړي او هم به د نړۍ د اوږو نه دغه بار کم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سرپرستې استازې په دې وروستيو ورځو کې ويلي، چې د ۹۸سلنه افغانانو ژوند د ملګرو ملتونو لخوا د بېوزلۍ کرښې نه ټيټ حالت کې دی او څه باندې نيم نفوس بېړنۍ مرستې غواړي. د متحدو ايالتونو ځينو فعالانو په  افغانستان کې د بشري بحرانونو له کتلو وروسته د بايډن له حکومت څخه غوښتنه  کړې، چې د افغانستان ټولو خلکو ته ډله ايزه سزا  ورنکړی او بېرته افغانانو ته شتمنۍ ورکړي.