وانګ چاو: چين د يو کمربند او يوې لارې په همکاريو کې هېڅ سياسي شرط نه دی ټاکلی
CMG2023/03/04 20:37:38
شريکول:

د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ غونډې خبري ناسته د مارچ په ۴مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د دغې غونډې وياند وانګ چاو د دې غونډې اجنډا او د ملي ولسي کانګرېس د کارونو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

وانګ چاو وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له لسمې کليزې راهيسې څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو اړوند همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ پياوړې او پراخې شوي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي‌پرمختګ، د کاري دندو د زياتوالي او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره خدمتونه کړي دي. چين د يو کمربند او يوې لارې په همکاريو کې هېڅ سياسي شرط نه دی ټاکلی او هېڅ سياسي ګټه يې نه غواړي او هيله لري، چې له ملګرو سره د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.