د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه د ارجنټاين له غوښتنې څخه د نړيوالې ټولنې ټينګ ملاتړ
CMG2023/03/04 20:43:54
شريکول:

د ارجنټاين د بهرنيو چارو وزير سانتياګو کافيرو د مارچ په ۲مه نېټه وويل، چې ارجنټاين د جي ۲۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې په څنډه کې په رسمي توګه بريتانيا ته خبر ورکړی او پرېکړه یې کړې، چې د مالويناس ټاپوګانو د کړکېچ په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۶م کال لاسليک شوی فوراډوري - دونکان تړون (Foradori-Duncan Pact) پای ته رسوي. نوموړي پر بريتانيا ته غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۶۵م پريکړه ليک له مخې بايد د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه مذاکرات بيا پيل کړي. نړيوالې ټولنې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه د ارجنټاين له غوښتنې څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړی.

ارجنټاين په دې وروستيو کلونو کې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه د کړکېچ د حل لپاره ډېرې هڅې کړي او څو څو ځله يې له بريتانيا څخه د خبرو اترو د پيا پيل غوښتنه کړې، خو دغه غوښتنه يې د بريتانيا له خوا رد شوې ده.

د ارجنټاين په اند، د فوراډوري - دونکان تړون واقعي ارزښت له لاسه ور کړی او د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت مسئله بايد د استعمار د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د لارښوونکو اصولو له مخې حل شي. 

د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه حقيقت څرګند دی، چې اصلي بڼه يې د استعمار له تاريخ څخه پاتې ستونزه ده. بريتانيا د حقيقت او غږونو پر وړاندې هيڅ غبرګون نه دی ښودلی، ځکه دغه هېواد له خپلې نا مناسبې ګټې څخه لاس اخيستل نه غواړي.

مالويناس ټاپوګان غني نفت او طبيعي ګاز لري او د جنوبي اتلانتيک سمندر په سيمه کې مهم پوځي ارزښت لري. بريتانيا له تېرو څو کلونو راهيسې د دغو ټاپوګانو د اشغال لپاره ډېر ګامونه پورته کړي، چې په دغو ټاپوګانو کې د دايمي مېشت ځواک ځای پر ځای کول يې اعلان  کړي، نظامي تمرينونه يې تر سره کړي او د لاتينې امريکا د ځوانانو د تاريخ پېژندنې د بدلولو لپاره يې ډېر فعاليتونه تر سره کړي. د بريتانيا په دغو کړنو سره د نړيوالې ټولنې له سخت مخالفت سره مخ  ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د امريکايي هېوادونو سازمان او د چين په شمول پرمختيايي هېوادونو څو څو ځله د ارجنټاين ملاتړ څرګند کړی دی.