د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پرانيستل شي
CMG2023/03/04 12:51:41
شريکول:

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه به د مارچ د ۵مې نېټې په سهار ۹ بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي.

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس ځینې استازي او د ځينو وزارتونو مسوولين به د يادې غونډې له پيل مخکې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۸ بجو او ۴۰ دقيقو پورې د غونډې ځای ته د ورتګ په لار کې له خبريالانو سره مرکې وکړي.