په امریکا کې د ماشومانو د کار مسئله
CMG2023/03/04 15:09:39
شريکول:

  ماشومان د نړۍ هیله او راتلونکی دی، خو د کارګرو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د مارچ په پيل کې د یو ګډ راپور په خپرولو سره ويلي چې د ماشومانو د بېوزلۍ ستونزه لاهم سخته ده او په بېلا بېلو هېوادونو يې غږ کړی، چې د ماشومانو ساتنه پیاوړې کړي. امریکا، چې خپل ځان د "بشري حقونو  ساتونکې" بللې، باید په ځانګړې توګه یادې غوښتنې ته پام وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې هانا ډریر په دې وروستیو کې په امریکا کې د ماشومانو د کار مسئلې له څېړلو وروسته وويل، چې (( ښايي تاسو فکر وکړئ، چې د ماشومانو د کار پېښې د تېرې پېړۍ په پیل کې ورکې شوې، خو ما ولیدل چې دا لا نورې ډېرې شوې دي. داسې نښې شتون لري، چې  زرګونه یا حتی لا ډېر ماشومان به له دې حالت سره مخ شي.))

د امریکا د کارګرو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م مالي کال کې، د دغه هېواد ۸۳۵ شرکتونو په غیرقانوني توګه له ۳۸۰۰ څخه ډېر ماشومان په کار ګمارلي، چې د وړم کال په پرتله څه دپاسه ۱۰۰۰ تنه زیات  دي. د امریکا د غیر انتفاعي سازمان "د فارم کارګرو د کارموندنې پروژې د ګډې ټولنې" لخوا برابر شويو معلوماتو له مخې، اوس په امریکا کې له ۵ لکو څخه تر ۸ لکو پورې ماشومان لاهم په فارمونو کې کار کوي. د فورډ او جنرال موټرو او وال مارټ په ګډون د امریکا لویو شرکتونو کې د ماشومانو د استخدام وضعيت هم شتون لري. د امریکا تاریخپوه جیک هوډسن "د ماشومانو د کار مسئله اوس په امریکا کې لاهم شتون لري" تر سرلیک لاندې مقاله کې اشاره کړې، چې(( د ماشومانو له غوښو او هډوکو څخه د ګټې اخيستلو چارې لا هم روانې دي.))

 برسېره پر دې، په امریکا کې د ماشومانو د کار خطرونه نور هم حیرانوونکي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د امریکا په لسګونو ایالتونو کې د غوښې بسته کولو فابریکو او ساختماني ځایونو په ګډون خطرناکو صنعتونو کې مهاجر ماشومان موندل کېږي. څېړنې ښيي، چې دا ماشومان کارګران ټوله په ورځ او شپه کې کار کوي او چاپېریال یې سخت دی. حتی د چرګانو د پروسس په فابریکه کې د ځینو ماشومانو کارګرانو پښې غوڅې شوي او ځینې ماشومان کارګران له چت څخه راښکته  غورځېدلي او هډوکي یې مات شوي، چې د تل لپاره معیوب  شوي دي.

په امریکا کې د ماشومانو کارګرانو مسئله اوږد تاریخ لري. له ۱۰۰ کلونو څخه ډېر کاله دمخه، د امریکا کانونو، د تنباکو فارمونو او د ټوکر فابریکو د ماشومانو کارګرانو په کار پیل وکړ. تر اوسه پورې، دا مسئله نه ده حل شوې. یو مهم دلیل د امریکا په قانوني سیسټم کې نیمګړتیاوې او ناکافي پلي کول دي. د مثال په توګه، د امریکا د عادلانه کار د معیارونو قانون له ۱۴ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د کرهنیز کار نه پرته په ډېرو چارو کې له کار کولو څخه منع کوي. برسېره پردې، د امریکا حکومت هغو کسانو ته سخته سزا  نه ورکوي، کوم چې ماشومان کارګران ګماري. د امریکا د چارواکو په وینا، د هر ماشوم کارګر د استخدام په اړه اوسنۍ اعظمي ملکي جریمه یوازې ۱۵ زره امريکايي ډالره ده، دا شمېره په هېڅ ډول د ماشومانو د اسختدام د مخنیوي په توګه کار نه کوي. دغه راز دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې یو شمېر شرکتونه د جریمې پيسې ته د سوداګرۍ کولو لپاره د "مناسب قیمت" په توګه ګوري.

د هارورډ پوهنتون د کینیډي حکومت ښوونځي پخواني مشر رابرټ پوتنم په "زموږ ماشومان: په بحران کې د امریکا خوب" کتاب کې د ځینو امریکایي ماشومانو په وړاندې د نابرابرۍ سیوری په ګوته کړی، ترڅو د "امریکایي خوب بحران" تایید کړي. کله چې ماشومان نور "امریکایي خوب" ته سترګې په لار نه وي، د امریکا حکومت په کوم باور سره د "بشري حقونو د رڼا" په توګه ویاړي؟