چين د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په برخه کې نړۍ ته ګټورې تجربې برابرې کړې
CMG2023/03/05 14:43:28
شريکول:

د بېجینګ پر وخت د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه پيل شوه. د دغه هېواد وزيرانو په دې غونډې کې ګډون کړی.

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير هوانګ ژون چيو له خبريالانو سره د وزيرانو په ګډه مرکه کې ويلي چې د بيولوژيکي تنوع د ساتنې په اړه د چين د دريو برخو تجربې د نړيوالې ټولنې لپاره د زده کړې وړ دي.

لومړی، د انسانانو او طبيعت ترمنځ ګډې همغږۍ په شمول د چين د ايکولوژيک تمدن مفکورې د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوې دي.

دوهم، د ايکولوژۍ په اداري چارو کې د چين نظامونه او اقدامات په نړۍ کې بې ساري او ځانګړي دي. د بېلګې په توګه، چين د ايکولوژيکي ساتنې په اړه د سرې کرښې ميکانيزم جوړ کړی دی.

درېيم، چين د ايکولوژۍ د ښه والي لپاره ډېر ګامونه پورته کړي، د چاپيريال د ښه والي لپاره يې ۴۴ ملي پروژې او د کان لرونکو غرونو د چاپيريال د ادارې ګڼ شمېر پروژې پلې کړي، چې دغه کارونه د نړیوالې ټولنې له خوا ستایل شوي دي.