چین د ۶ جي د پياوړتيا کاري ټیم جوړ کړی
CMG2023/03/05 13:27:36
شريکول:

د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزير جين جوانګ لونګ د مارچ د ۵مې نېټې په سهار له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، دغه وزارت د ۵ جي د پراختيا تجربې په راغونډولو بوخت دی او د ۶ جي د پياوړتيا کاري ډله يې جوړه کړې ده. 

نوموړي زياته کړه، يادې کاري ډلې کار پيل کړی او هڅه به وکړي، چې د ۶ جي ټېکنالوژۍ څېړنې او صنعت ته پرمختګ ورکړي او نړيوالې همکارۍ به پياوړې کړي.