په تېرو پنځو کلونو کې د چين اقتصاد په منځنۍ توګه ۵،۲ سلنه وده کړې
CMG2023/03/05 10:28:39
شريکول:

 

د چين لومړي وزیر لي که چيانګ د مارچ په پنځمې نېټې د چین ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی او ويلي يې دي، چې هېواد یې په تېرو پنځو کالونو کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې سترې لاسته راوړنې خپلې کړي او د نړۍ پاملرنه يې جلب کړې ده.

د نوموړي په وينا،  د چین د کورنیو عمومي توليدي اندازه ۱۲۱ ټريليونو يوانو ته لوړه شوې، چې په تېرو پنځو کالونو کې يې په منځني ډول هر کال  ۵،۲ سلنه زیاتوالی موندلی او په تېرو لسو کالونو کې نژدې ۷۰ ټريليون يوانو زياته شوې، چې په منځنۍ توګه يې هر کال ۶،۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

لي که چيانګ يادې غونډې ته ويلي، چې د چين اقتصادي ځواک د پام وړ ښه شوی دی.

راپور ښيي، چې په تېرو پنځو کالونو کې د چين د مالونو د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه له ۴۰ ټريليونو يوانو څخه اوښتې او د بهرنۍ پانګونې د جلبولو او بهر ته د پانګې د اچولو په برخو کې يې مخکښ نړيوال مقام خپل کړی دی او برسېره پر دې، چين د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د ټېکنالوژيکي نوښت او د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي په برخو کې هم ګټورې پايلې تر لاسه کړې دي.