د چين په ملي ولسي کانګرېس کې د بېلا بېلو برخو استازي شامل دي
CMG2023/03/05 12:41:46
شريکول:

د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د لومړۍ غونډې خبري ناسته د مارچ په ۴مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د دغې غونډې وياند وانګ چاو د چين د ملي ولسي کانګرېس د استازو د انتخاب بهير او د جوړښت معلومات وړاندې کړل.

وانګ چاو وويل، چې د چين د ملي ولسي کانګرېس په استازو کې د دغه هېواد د هرې طبقې، هرې سیمې، هر صنعت، هرې برخې او هر قوم استازي برخه لري. د څوارلسمې دورې ملي ولسي کارګرېس په ټولو ۲۹۷۷ استازو کې ۱۴ اعشاریه ۸۵ سلنه د هېواد د ټولو ۵۵ لږکیو قومونو ونډه ده چې ۴۴۲ استازي لري.

دغه راز ۱۶ اعشاریه ۶۹ سلنه ونډه د کارګرانو او بزګرانو ده چې ۴۹۷ استازي لري.