د چين د نوي واکمن ارګان کلنۍ غونډه، يا د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانېستل شوه.
د دغې غونډې په پرانېستونکو مراسمو کې د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو او د نوي ملي ولسي کانګرېس نژدې ۳ زرو غړو ګډون کړی دی.
د مالوماتو له مخې، دغه کانګرېس به د چين د دولتي ارګانونو نوي غړي وټاکي، د حکومت کاري راپور به وڅيړي او د ۲۰۲۳م کال لپاره به د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده موخې او د حکومت تګلارې او پلانونه روښانه کړي.
د کانګرېس د اجنډا له مخې، دغه غونډه به د تقنين جوړوونکي قانون د تعديل مسوده او د دولتي شورا د څانګو د اصلاحاتو پلان تر څار او سنجش لاندې ونيسي.