د چین د حکومت کاري راپور: چین د نړۍ د سولې، پرمختګ او نظم ساتونکی دی
CMG2023/03/05 11:20:28
شريکول:

د چين د حکومت کاري راپور د مارچ په پنځمې نېټې خپور شو او ډېرو مهمو موضوعاتو ته پکې اشاره شوې ده.

راپور وايي، چې چين به په ټينګې ارادې خپلواکې او سوله ییزې بهرنۍ تګلارې پلې کړي، د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار ولري، د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ به له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي، د متقابلو ګټو پر اساس به پرانېستې ستراتیژۍ تعقیب کړي او تل به د نړیوالې سولې جوړونکی، د نړیوال پرمختګ مرسته کوونکی او د نړیوال نظم ساتونکی واوسي.

په یاد راپور کې ويل شوي، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړيوال پرمختګ وړانديز او د نړيوال امنيت وړاندیز د پلي کولو، د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د ترويج، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د نړیوالې سولې او سیمه يیز ثبات د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.