د چين د ملي واکمن ارګان کلنۍ غونډه پرانېستل شوه
CMG2023/03/05 15:03:15
شريکول:

د چين د نوي واکمن ارګان کلنۍ غونډه، يا د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانېستل شوه.

د دغې غونډې په پرانېستونکو مراسمو کې د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو او د نوي ملي ولسي کانګرېس نژدې ۳ زرو غړو ګډون کړی دی.

د چين صدراعظم لي که چيانګ نوموړې غونډې ته د حکومت د کاري راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې ويلي، چې هېواد يې په ۲۰۲۲م کال کې د ډېرو ستونزو او ننګونو په لرې کولو سره د ثابت اقتصادي پرمختګ، د پرمختګ کيفيت د لوړوالي او د ټولنيز ثبات په شمول ډېرو برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

لي که چيانګ د حکومت په کاري راپور کې ويلي، چې د چين اقتصاد تېر کال د کرونا وبا په شمول د کورنيو او بهرنيو عواملو له اغېزو سره مخ و، خو حکومت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مشرۍ تر چتر لاندې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

لي که چيانګ ويلي، چې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۳ سلنه، په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو استخدام شويو وګړو شمېر ۱۲ ميليونه او ۶۰ زره او د خلکو د مصرفي بيو ګراف (CPI)  ۲ سلنه زيات شوی و او هېواد يې په سخت چاپېريال کې د اقتصادي پرمختګ عمده کلنۍ موخې پوره کړې دي.

نوموړي په دغه راپو کې په ۲۰۲۳م کال کې د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي ۵ سلنه موخه ټاکلې او نور پرمختيايي هدفونه يې هم ياد کړي دي.

راپور وايي، د چين حکومت به سږ کال په ښارونو او ښارګوټو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان پر نويو دندو وګوماري او بې روزګارۍ کچه به شاوخوا ۵،۵ سلنې ته راټيټه کړي؛ د خلکو د مصرفي بيو ګراف به یې نژدې ۳ سلنه زیاتوالی ومومي؛ د خلکو د عوایدو زياتوالی او اقتصادي وده به يې هممهاله پرمختګ ومومي؛ د تادیاتو نړیوال توازن به يې اساسا بېلانس او برابر وي؛ د غلو دانو تولید به یې له ۰،۶۵ ټریلیونو کیلو ګرامو څخه پورته وي او د چاپېريال ایکولوژیکي کیفیت به یې ثابت پرمختګ ومومي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې د چین پرانیستی بازار به د نړيوالو تصديو لپاره زيات فرصتونه برابر کړي. د چين حکومت به کورني بازار ته د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط کم کړي،‌ د عصري خدمتي صنعت په برخه کې به د ورخلاصون سويه لوړه وساتي، د وارداتو او صادراتو له لارې به اقتصاد پياوړی او د بهرنيو تصديو لپاره به ښه خدمتونه برابر کړي او د بهرنيو پانګو د راجلبولو لپاره به د مهمو پروګرامونو پلي کولو ته وده ورکړي.

راپور وايي، چې چين به په ټينګې ارادې خپلواکې او سوله ییزې بهرنۍ تګلارې پلې کړي، د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار ولري، د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصولو پر بنسټ به له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي، د متقابلو ګټو پر اساس به پرانېستې ستراتیژۍ تعقیب کړي او تل به د نړیوالې سولې جوړونکی، د نړیوال پرمختګ مرسته کوونکی او د نړیوال نظم ساتونکی واوسي. چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړيوال پرمختګ وړانديز او د نړيوال امنيت وړاندیز د پلي کولو، د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د ترويج، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د نړیوالې سولې او سیمه يیز ثبات د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.