د چین پرانیستی بازار به د نړيوالو تصديو لپاره زيات فرصتونه برابر کړي
CMG2023/03/05 11:39:06
شريکول:

د چين لومړي وزیر لي که چيانګ د مارچ په پنځمې نېټې د چین ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی او ويلي يې دي، چې حکومت به یې په ۲۰۲۳م کال کې د لا زياتو بهرنيو پانګو د راجلب کولو او استعمال لپاره هڅې وکړي او د چين پرانیستی بازار به په هېواد کې دننه د بېلابېلو هېوادونو د تصديو لپاره زيات فرصتونه برابر کړي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې د چين حکومت به کورني بازار ته د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط کم کړي،‌ د عصري خدمتي صنعت په برخه کې به د ورخلاصون سويه لوړه وساتي، د وارداتو او صادراتو له لارې به اقتصاد پياوړی او د بهرنيو تصديو لپاره به ښه خدمتونه برابر کړي او د بهرنيو پانګو د راجلبولو لپاره به د مهمو پروګرامونو پلي کولو ته وده ورکړي.