چين به د سوله ييز يووالي بهير پرمخ بوزي
CMG2023/03/05 11:30:56
شريکول:

د چين لومړي وزیر لي که چيانګ د مارچ په ۵مې نېټې د دغه هېواد د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې د چين حکومت به په نوې زمانې کې د تایوان مسئلې د حل په موخه د کمونېست ګوند د عمومي نقشې پر پلي کولو ټينګار ولري، د يو چين پېژندنې اصل او د ۱۹۹۲م کال موافقې ته به وفادار واوسي، له بېلتون غوښتونکو سره به ټينګ مخالفت ته دوام ورکړي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ لپاره به هڅې وکړي او د هېواد د سوله ييز يووالي بهير به پرمخ بوزي.

په دغه راپور کې هانکانګ او مکاو ته هم اشاره شوې او پکې ويل شوي، چې چين به په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو، د هانکانګيانو لخوا د هانکانګ اداره، د مکاويانو له خوا د مکاو اداره او د لوړې کچې خودمختارۍ په شمول پر يو لړ تګلارو ټينګار وکړي، د قوانينو له مخې به هانکانګ او مکاو اداره کړي او د اساسي قانون او بنسټيز قانون پر بنسټ به د ځانګړو اداري سيمو د تقنين نظم وساتي.

راپور کې ويل شوي، چې د چين حکومت به د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند ښه والي په برخو کې له هانکانګ او مکاو څخه ملاتړ وکړي او د هانکانګ او مکاو دايمي سمسورتيا او ثبات به خوندي وساتي.