شي جين پينګ د نايجريا نوي ولسمشر بولا تينوبو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/03/05 11:40:24
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۴مه نېټه د نايجريا د ولسمشر په توګه د بولا تينوبو د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي، نايجريا په افريقا کې د چين مهم ستراتيژيک همکار دی. په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پسې ښې شوې، په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ له برکته زیاتې لاسته راوړنې لري، د متقابلو سترو او مرکزي ګټو سره تړلو مسئلو کې يې يو له بل څخه ملاتړ کړی او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې يې نژدې همکاري ساتلې دي.

نوموړي زياته کړې چې د چين او نايجريا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر تينوبو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي.