د چين د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډه د مارچ د ۴مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شوه.
د دې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په چين کې مېشت بهرني ډيپلوماټان هم بلل شوي وو.
هغوی په دغې غونډې کې د ګډون پرمهال ويلي، چې د چين د دوو ملي مجلسونو کلنيو غونډو ته پاملرنه او له چين سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د ژورولو هيله لري.
په چين کې د باربادوس سفير هالام هېنري خبريال ته ويلي، چې د چین له سياسي مشورتي نظام سره ډېره علاقه لري. د چین نفوس ډېر زيات دی او د ټولو خلکو د نظريو اخيستل يو ډېر سخت کار دی، خو د نننۍ غونډې له لارې يې د چين د حکومت او بېلا بېلو سيمه ييزو ادارو د اړوندو نظامونو د ترتيباتو په اړه معلومات تر لاسه کړي او دې کار دی ډېر اغېزمن کړی دی.
په چين کې د يوراګوي د سفارت لومړي سکرتر ماتياس بېنيتيز خبريال ته ويلي، چې د چين د دوو ملي مجلسونو په کلنيو غونډو کې د زرغون پرمختګ او ډيجټلي اقتصاد موضوعاتو اړوندو بحثونو ته ډېره پاملرنه لري. هغه په خپلو خبرو کې ويلي، يوراګوی د زراعتي پیداوارو لوی صادراتي هېواد دی، خو د موبايل او کمپيوتر په شمول د الکترونيکي توليداتو په برخه کې غوره والی نه لري. نو يوراګوی او چين د تجارت په برخه کې يو د بل کمبود پوره کولی شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په تېرو ۳۵ کلونو کې خپلمنځي تجارتي اندازه ۶۰ چنده زياته شوې ده.