د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه پيل شوه
CMG2023/03/05 09:45:54
شريکول:

د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شوه او د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو پکې ګډون کړی دی.

دغه غونډه به د مارچ د ۱۳مې نېټې تر سهار پورې دوام ولري او د دې غونډې په اجنډا کې د حکومت د کاري راپور د څارنې او د دولتي شورا د څانګو د اصلاحاتو پلان د څارنې او د دولتي ارګانونو د غړو د ټاکنو په شمول ۹ دندې شامل دي.